ولسمشر اشرف غني نن ازبکستان ته سفر کوي

ولسمشر اشرف غني نن ازبکستان ته سفر کوي



افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د ازبکستان هیواد ته سفر کوي.
نوموړی به د یاد سفر پر مهال بیلابیلې اقتصادي او پراختیایي موافقې لاسلیک کړي.
ولسمشر به د ازبکستان له لوړپوړو چارواکو سره د مهمو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي چې په تجارتي او ترانزیټي برخو کې به مهم تړونونه لاسلیک کړي چې په ترڅ کې به یې افغانستان د سویلي اسیا او ازبکستان ترمینځ تجارتي دهلیز شي چې له بلې خوا به ازبکستان د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د افغانستان د نښلولو په تجارتي دهلیز بدل شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top