امریکا: د بیت المقدس په هکله به ډير زر خپله پرېکړه اعلان کړي

امریکا: د بیت المقدس په هکله به ډير زر خپله پرېکړه اعلان کړي



په داسې حال کې، چې د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د پېژندل کیدلو پر سره بحثونه تاوده دي، د ډونالډ ټرمپ زوم جارډ کوشنر ويلي، چې جمهور رييس ټرمپ به په دې هکله ډيره زر خپله پرېکړه په ډاګه کړي.
د امریکا خبري رسنيو مخکې له دې ويلي وو، چې د چارشنبې په ورځ به ټرمپ په دې هکله یوه رسمي وینا واوروي.
ټرمپ نن ورځ باید په دې هکله هم پرېکړه وکړي، چې د دغه هېواد سفارت له تل آویو نه بیت المقدس ته ولیږدوي که څنګه، او دا هغه څه دي چې د امریکا کانګرس دوه لسیزې مخکې يې غوښتنه کړې وه.
داسې اټکل کيږي، چې ټرمپ به سفارت پر خپل ځای پريږدي، خو بیت المقدس به د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپيژني، هغه څه چې عربي او اسلامي هېوادنو او همداراز یو شمېر اروپايي هېوادونو يې مخالف دي.
 که چيرې ټرمپ د اسرائيلو په ګټه پرېکړه وکړي، نو د اسلامي هېوادنو او امريکا تر منځ به واټن نور هم زیات شي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top