د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس پاکستان ته ځي

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس پاکستان ته ځي



د امریکایي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د یاد هیواد دفاع وزیر نن دوشنبه پاکستان ته ځي.
نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پوځ مشر قمر جاوید باجوه سره لیده کاته وکړي.
ویل کیږي چې نوموړی به د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
مټیس په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن پر پاکستان نیوکه کړې ده او ویلي یې وو چې د طالبانو سیاسي مشران په پاکستان کې اوسیږي او پاکستان یې په اړه هیڅ ډول اقدام نه کوي.
دا پاکستان ته د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان وروسته د امریکا د دفاع وزیر په توګه د یوه مقام لومړی سفر دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top