ټرمپ مایکل فلین د دروغ ویلو په تور له دندې ګوښه کړ

ټرمپ مایکل فلین د دروغ ویلو په تور له دندې ګوښه کړ



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې د ملي امنیت سلا کار مایکل فلین مې ځکه له دندې ګوښه کړ، چې د ولسمشر مرستیال او FBI ته یې دروغ ویلي وو.
 ټرمپ دغه خبره پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلې ده. ده ویلي، «زه مجبور شوم چې مایکل فلین له دندې ګوښه کړم، ځکه هغه د ولسمشر مرستیال او FBI ته دروغ ویلي دي، هغه پر خپل جرم اعتراف کړی دی، دا ډېره د شرم خبره ده.»
tags

ستاسې تبصرې

*


Top