چین د کابل او اسلام اباد اړیکو سمېدو لپاره، مرسته کوي

چین د کابل او اسلام اباد اړیکو سمېدو لپاره، مرسته کوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۲مه) د افغان حکومت اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايی؛ چین چمتووالی ښودلی چې د کابل او اسلام ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د منځ کړي رول ولوبوي.
ښاغلي فیصل زیاته کړې ده، چې د چین صدراعظم دغه وړاندیز د شنګهای غونډې په څنده کې اجرائیه رئیس ته کړی دی.
د هغه په خبره، که څه هم تراوسه د دغه وړاندیز په اړه موافقه نه ده شوې، خو دوی له هر هغه اقدامه هرکلی کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې کړي.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې تر بل هروخت ترینګلې شوي او د ښه کېدو لپاره هڅو نتیجه نه ده ورکړې.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top