د برېښنايي پېژندپاڼو ازمايښي وېش لړۍ پېل شوه

د برېښنايي پېژندپاڼو ازمايښي وېش لړۍ پېل شوه



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۲مه) د مخابراتو او ټکنالوجۍ سرپرست وزیر شهزاد ګل اریوبي ويلي؛ د برېښنايي پېژندپاڼو ازمايښتي وېش یې یوازې په پلازمېنه کابل کې پیل کړی او وروسته به نورو ولایتونو کې پیل شي.
د هغه په خبره، اوسمهال په څلورمه کارته، دشت برچي، احمد شاه بابا مېنه او شش درک سیمو کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل شوی دی.
د ده په خبره، د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ته چمتو دي او ډېر ژر به دغه پروسه پیل کړي.
په نویو برېښنايي پېژندپاڼو کې د «اسلام» او «افغان» کلمو پر سر لانجه له تېر یوه کال راهیسې روانه وه.
ولسي جرګې تېره میاشت په نویو برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو ضد رایه وکړه، خو مشرانو جرګې د ولسي جرګې پرېکړه بېرته رد کړه.
د ولسي جرګې له پرېکړې وروسته د هېواد په ډېرو ولایتونو کې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو په ننګه لاریونونه وشول او له ولسي جرګې یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top