امین کریم: د بهرنیو ځواکونو په شتون کې سوله ناشونې ده

 امین کریم: د بهرنیو ځواکونو په شتون کې سوله ناشونې ده



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۲مه) د حزب اسلامي غړي امین کریم ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې سوله ناشونې ده.
د هغه په خبره، بهرنیو ځواکونو شپاړس کاله د طالبانو پر ضد جګړه وکړه، خو د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د سولې لپاره پکار ده، چې بهرنیان ووځي او د دوی په شتوالي کې سوله نه شي راتللی.
ښاغلي کریم زیاته کړې، چې زور او جګړه ښې پایلې نه لري ځکه سیمه‌ییز استبداد نړیوال استبداد ته لمن وهي او دلته جګړه پراخوي.
حزب اسلامي څو کاله مخکې د سولې په خبرو کې د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل مهم شرط ایښی و، خو څو میاشتې وړاندې له دې شرطه تېر شول او د ملي یووالي حکومت سره یې سوله وکړه.

tags

ستاسې تبصرې

*


Top