د کرکټ نړیوالې شورا افغان لوبډلې ته د وروستۍ بریا مبارکي ویلې

د کرکټ نړیوالې شورا افغان لوبډلې ته د وروستۍ بریا مبارکي ویلې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۲مه) د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د کرکټ د انټرکانټنینټل کپ ګټلو مبارکي ورکړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبدلې پرون شنبه د کرکټ د انټرکانټنینټل کپ د ګټلو لپاره، له متحده عربي اماراتو سره لوبده وکړه او په لسو وېکېټو يې ماته ورکړه.
د مسابقې غوره لوبغاړی راشد خان ټاکل شوی دی.
د انټرکانټنینټل کپ سیالۍ د سې شنبې په ورځ په شارجه کې پېل شوې وې او څلور ورځې یې دوام وکړ.
د کرکټ نړیوالې شورا پر ټوېټر په یوه پیغام کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د بري ستاینه کړې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top