ولسمشر وایي تر دې وروسته به سرحدي ځواکونه ملیاردونه ډالر د دولت خزانې ته راوړي

ولسمشر وایي تر دې وروسته به سرحدي ځواکونه ملیاردونه ډالر د دولت خزانې ته راوړي



د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د سرحدي ځواکونو د انتقال په مراسمو کې یې وینا کوله ټینګار کړی دی چې که امنیتي ځواکونه نه وایي نو افغان دولت به سیاسي لاسته راوړنې نه درلودلی.
نوموړي ویلي دي چې له دې وروسته به افغان سرحدي ځواکونه د دولت خزانې ته ملیاردونه ډالر راوړي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۱۱ میاشتو راهیسې د افغان سرحدي ځواکونو مسوولیت له کورنیو چارو وزارت څخه د دفاع وزارت ته د سپارل کیدو په حال کې دی چې پرون یې نهایي غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو هم ګډون کړی و چې د دفاع وزارت سرپرست وویل چې دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو د مسوولیتونو انتقال د افغان ملي اردو پياوړتیا او ملاتړ او همدارنګه په یادو ځواکونو کې لازم اصلاحات راوستل دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top