ټرمپ ټینګار کړی دی چې له روسیې سره یې د ټاکنو پر مهال جوړجاړی ندی کړی

ټرمپ ټینګار کړی دی چې له روسیې سره یې د ټاکنو پر مهال جوړجاړی ندی کړی



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د ټاکنو پر مهال د ده کاري ټیم له روسیې سره هیڅ ډول جوجاړی نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي پخواني سلاکار میکل فلېن په دې وروستیو کې اعتراف وکړ چې په دې اړه یې اف بي آی ته دروغ ویلي دي چې کیدای شي نوموړی د دې کار له امله په پنځه کاله بند محکوم شي.
ټرمپ یادې څرګندونې د فلېن له اعتراف څخه وروسته د یوه خبریال په ځواب کې کړي دي او ویلي یې دي چې دوی له روسیې سره هیڅ ډول جوړجاړی نه دی کړی نو ځکه کومه اندیښنه نه لري او ډیر خوشاله دی.
د ټرمپ او روسیې سره د جوړجاړي قضیه ځانګړی څارنوال رابرټ مولر څیړي چې تر اوسه نهایي شوې نه ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top