جنرال نیکولسن وایي طالبانو ته یې پنځوس ملیونه ډالره زیان اړولی دی

جنرال نیکولسن وایي طالبانو ته یې پنځوس ملیونه ډالره زیان اړولی دی



په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن ویلي دی چې په هلمند کې یې د طالبانو د نشه یي توکو د تولید، پروسس او بسته بندۍ ځایونو د له مینځه وړلو په ترڅ کې یادې ډلې ته ۵۰ ملیونه امریکایي ډالره زیان اړولی دی.
یاد هوایي عملیات چې د نومبر له ۱۷مې راهیسې پيل شوي دی لا هم دوام لري او وخت پر وخت اجرا کیږي چې امریکایي الوتکې پکې لوی بمونه هم کاروي.
امریکایي چارواکي وایي چې طالبان د خپلو لګښتونو ۶۰سلنه د نشه یي موادو د تولید او کاروبار څخه تر لاسه کوي.
جنرال نیکولسن وایي چې د یادو مرکزونو په بمبارولو سره به د طالبانو مالي سرچینې وچې کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top