دمشق ته څېرمه د ایران سپاه پاسدارن ۱۲ تنه د اسرائيلو په برید کې وژل شوي دي

دمشق ته څېرمه د ایران سپاه پاسدارن ۱۲ تنه د اسرائيلو په برید کې وژل شوي دي



د ایران دولت ته نږدې سرچينې وايي، چې د اسرائيلو لخوا په يوه توغنديز بريد کې، د سوريې پلازمېنې دمشق ته څېرمه د سپاه پاسداران ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د خبري رسنیو د رېپوټو پر بنسټ، د اسرائيلو لخوا ويشتل شوي توغندي د لبنان له خاورې تیر شوي او پر نوې جوړه شوې اډه باندې په کسوه کې لګیدلي دي.
د سوريې دولتي تلويزیون ويلي، چې په سیمه کې يې د اسرائيلو دوه توغندي شنډ کړي.
د اسرائيلو لخوا تر اوسه د دې پېښې په هکله څه ندي ويل شوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top