نیکولسن داعش ته پلازمېنه انتخاب کړه

نیکولسن  داعش ته پلازمېنه انتخاب کړه



نیکولسن د مورپه غېږه کښې د داعش تاریخ نه وو لوستلی
نه ټرمپ د ده پلار او نه یې هم اکا وو چې په ښوونځي کښې یې پر ده د داعش د مینې کتابونه او شعرونه لوستلي وي.
خو نیکولسن د خپل عمر په دې پړاو کښې د داعش پر نوې بلازمېنه غور کولو او په خپله ښکلې حکومتي ودانۍ کښې د یوه سترګې وړونکې کوټې دننه یې قدم وهلو ،د مېز پر سر غوړېدلې نقشې ګواهي ورکوله چې نیکولسن د همدې نقشې پر کوم نوي ټکي د ګوتې اېښودلو لپاره فکر کوي.
تاریخ لیکونکي هیڅکله دا پوښتنه نه کوي چې ابوبکر بغدادي او نیکولسن خو به د یوې مور زامن نه ول؟ دا چې ولې اړتیا به یې نه ویني خو دا خبره تل راپورته کوي چې د داعش د اکمال لارې له سپینې ماڼۍ تېرېدلې او که نه؟ د ټرمپ خپلوي او یا د نیکولسن مینه له بده مرغه هیڅ تاریخ لیکونکی نه راسپړي دا ښایی د مینې په اړه یو سیاسي خیانت وګڼو.
نیکولسن چې د خپل یو لاس ګوتې یې یوه یوه د انتخابونو د ګوته کولو په توګه شمېرلې دیوه مېز په سر اېښودي یوه ګل سره څو شېبې پښه ونیوله او بیا د لوی مېز پرسر غوړېدلې نقشې باندې سترګې وګنډلې لږ هغه خوا د موصل د ورانو کنډوالو تصویرونه ترسترګو کېدل،دیوه مسجد د غورځېدلی منار د تکبیرونو د یوې ژورې خاموشۍ شاهدي ویله،همدلته داعش خپله پلازمېنه جوړه کړې وه اوس په کښې ژوندی انسان څه چې ژوندي الوتونکي او مرغان هم نه ترسترګو کېدل،نیکولسن د موصل او نورو ورانو سیمو تصویرونه یو یو وڅارل او بیا یې سترګې بیرته د نقشې په لور وګرځولې
په خپله ګوته یې سوریه،عراق، ایران ،او افغانستان سیمې په نښه کولې د کابل پر سر یې خپلې ګوتې ته زور ورکړ شپږم شیطاني حس یې همدلته د هوکړې زنګونه ورته ووهل د سترګې مخې ته یې دکرزي لوی غوږونه او قره قولي خولۍ او د اشرف غني بې موډه زړه درېشي او اوږدې زیېړ رنګې تسبې ودرېدلې لږ له ځانه سره موسکی شو او بیا یې په تصور کښې دوه ګوډانو هم سر راښکاره کړ ،دواړو لکړې په لاس کښې لرلې خو د معصوم ستانکزي ږیره د حنیف اتمر تر ږیرې ډېره خرینه او ګردپوښلې ښکارېدله،نیکولسن تر شونډو لاندې د داعش د رهبریت لپاره د دوو ګوډانو انتخاب وستایلو او دایې سیاسي ابتکار ونومولو ،د کرزي قره قولي خولۍ ته یې زړه وو چې لاړې ورتوپ کړي چې کلونه مو ونازولو خو اخر کښې بې وفا شو او اشرف غني تسبې ورته د پړي په بڼه څرګندېدلې له ځانه سره یې زمزمه کړله چې دا د ښکلي پړي لرونکی مدیر چې هرې خواته کش کړې ښه په چوکاټ کښې راځي په وروستی کچه ډارن او بې همته دی.
نیکولسن په همدې پراخ اطاق کښې د امریکایی لوی سرو سره لږ وروسته غونډه درلوده او د دوی ټولو د توافق او اوږدې طرحې دپلي کېدو خاوره افغانستان وو،د دې بحث لومړنی پایله د نیکولسن مطبوعاتي څرګندونو سره راغبرګه شوله چې ویل یې داعش افغانستان د خپلې پلازمېنې په توګه غوره کړی دی.
د نیکولسن د هغه شپې بې خوبه کېدل بې څه نه وو ،د داعش لپاره د پلازمېنې او پایتخت ټاکل هم ده ته ورپاتې شوي وو،او دا سپېڅلي اسلامي دنده هم دده پر اوږو بار وه ،باید د اسلامي تش په نوم خلافت د پلازمېنې انتخاب او ټاکل نیکولسن ترسره کړی وی.
داعش باید د نیکولسن د دې مینې او زحمت مننه وکړي چې دوی لا فکرا ستړیا ته نه پریږدي او هرڅه ورته نیکولسن له وخته ټاکي ،همداسې یو اسلامي حرکت د یوه امت بدمرغي ګڼی که نیکمرغي؟ مګر ستاسې لپاره نیکولسن همدا ترجیح راوړې ده.
په درناوي
tags

ستاسې تبصرې

*


Top