د دوه سري حکومت له يو چارواکي سره مرکه

د دوه سري حکومت له يو چارواکي سره مرکه



زمونږ خبريال (هېوادمل ريښتين) د افغانستان د دوه سري حکومت له يو لوړپوړي چارواکي سره مرکه کړې ده چې د لوستونکيو په چوپړ کې يې وړاندې کوو:
ريښتين: ښاغليه! هيله لرو چې تر ټولو د مخه لوستونکيو ته ځان ور وپېژنئ.
چارواکی: نوم مې (درغل خان رسوا) دی د زېږېدلو ځای او نېټه لا تر اوسه معلومه نه ده ، په دې هکله څېړنې او پلټڼې روانې دي.
ريښتين: په دوه سري حکومت کې مو دنده څه ده؟.
چارواکی: د اجرائيه رئيس د پنځه اتيايم سرپرست مشاور د يوولسم سرپرست سکرتر د دريم سرپرست معاون څلورم سرپرست منشي ، د دفاع د سرپرست وزارت د خوب او خوراک د قول اردو سرپرست وياند او د اصلاح اراضي د غصبيه فرقې سرپرست قوماندان يم.
ريښتين: ښه ښه ستا خو بيا پنځه واړه ګوتې په غوړو کې دي.
چارواکی: هو د راتلونکيو نه کېدونکيو ټولټاکنو(انتخاباتو) د جعلکارۍ کمشنرۍ ته هم اميدوار کانديد يم.
ريښتين: ښه بيا خو دې لستوڼي هم غوړ دي. دا مشاورين ، سکرتران او....... ډېر زيات نه دي؟.
چارواکی: دا خو له يوې خوا مونږ د تېرو انتخباتو کمپاين چلوونکي راضي کوو، د راتلونکيو انتخاباتو لپاره کمپاين کوونکي پيدا کوو او له بله پلوه زمونږ هېواد ودانول غواړي، خلک مو بې کاره دي کار ورته پيدا کوو.
ريښتين: له بې کارۍ نه خو زمونږ د هېواد ځوانان د سمندر نهنګانو وخوړل، په قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته د کارموندلو لپاره روان دي.
چارواکی: په دې هکله پوره شواهد نشته، مونږ څېړنې کوو چې دا خبره تر کومه ريښتياده؟.
ريښتين: دا جنازې چې راغلی، دا مرکې چې کېږي او دا ډکې ډکې الوتکې يې چې بېرته راولېږل؛ دا شواهد نه دي؟.
چارواکی: مونږ به ددې د سپيناوي لپاره هم يو پلاوی وټاکو او پايلې به يې له تاسو سره شريکې کړو.
ريښتين: دا راته ووايه، د ځينو ليرې پرتو سيمو سرتېري شکايت کوي چې نه ورته له اتو مياشتو راهيسې تنخاګانې ورکول شوې دي، نه ورته خواړه او لوژستيکي مواد رسېدلي دي او نه مرمۍ؛ هغوی له دوکاندارانو نه په پورونو او د کليوالو په خيراتونو وخت تېروي... په دې هکله ستاسو ځواب څه دی؟.
چارواکی: د سرتېرو په خبرو باور مه کوه؛ خو بيا هم مونږ به څو مياشتې وروسته په دې هکله يو هيئت وټاکو چې تحقيق وکړي. بيابه زمونږ له بهرنيو ستراتېژيکو ملګرو نه ورته بوديجه وغواړو.
ريښتين: بهرني هېوادونه خو ستاسو ټولو وزارتونو ته دومره بوديجه ورکوي چې د کال په اخر کې نيمه هم نه وي مصرف شوې، نور نو څه غواړئ.
چارواکی: هغه خو زمونږ مشران د خپلو داخلي اړتياوو د پوره کولو په کوښښ کې وي؛ د زيات مصروفيت له کبله د وطن ، ولس او سرتېرو اړتياوې بېخي ترې هېرې وي ؛ کومې چې ورولېږو؛ هغه هم په لاره کې منږکان او ګيدړان ووهي.
ريښتين: د لرې سيمو په پوستو کې سرتېري په وږې خېټه قرباني ورکوي، د هېواد په دفاع کې سرونه ورکوي؛ دا پرون په يوې پوستې کې شل سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، جسدونه يې هم نه دي انتقال شوي او کفنونه هم نه لري، په دې کې څه وايې؟.
چارواکی: مونږ خو خبر نه يو ښه شو چې تاسو خبر کړو، مونږ به څو ورځې وروسته يو پلاوی سيمې ته ولېږو، چې کله دا خبره ثابته شوه، بيامو نيت دی چې د زراعت وزارت ته ووايو چې پومبه وکري، کله چې وغوړېده، د تارونو کارخانه به جوړه کړو، بيا به د ټوکرانو د اوبدلو (نساجي) کارخانه جوړه کړو او کله يې چې رختونه جوړ کړل، نو په ډېرې بيړې به دغو مرحومو سرتېرو ته کفنونه ورولېږو، بيا به له ناټو نه چورلکې وغواړو؛ کله چې راورسېدې او زمونږ د جنرالانو او لوړپوړيو چارواکو له اړتيا نه زياتې شوې، نو په ډېرې بيړې او درناوي به د سرتېرو دغه جسدونه تر خپلو خپلو سيمو ورسوو.
ريښتين: چورلکې خو له تاسو سره له ګوانډيو هېوادونو نه هم زياتې دي، يوه چورلکه هم ددې بېړني ماموريت لپاره نشته؟.
چارواکی: که چورلکې زياتې دي؛ د چورچپاول جنرالان او لوړپوړي چارواکي هم مونږ له ټولې نړۍ نه زيات لرو، د هغوی اړتياوې بې له چورلکو څرنګه پوره کېدای شي؟.
ريښتين: دا له دوه څلوېښت کالو راهيسې او بيا د ناټو د راتګ اولس کاله چې ستاسو په مرکزونو، روغتونونو،هوټلونو او هر لوري بريدونه کېږي او دننه خلک درننوځي سرتېري مو وژني، چاودنې کوي دا ولې؟.
چارواکی: په دې هکله مونږ پلاوي ټاکلي دي؛ کله چې يې نتيجې راغلې؛ له تاسو سره به يې شريکې کړو.
ريښتين: دا ستاسو پلاوي خو هر وخت وټاکل شي، بيا پرې کلونه تېر شي او نتيجه يې معلومه نه شي !!! دا ولې؟.
چارواکی: تاسو ډېرې مهمې موضوع ته اشاره وکړه ددې لپاره به هم يو پلاوی وټاکو چې ستاسو د ولې ځواب پيدا کړي.
ريښتين: ستاسو په دې دوه سري حکومت کې چې دا اداري فساد اوج ته رسېدلی دی؛ ددې به څه چاره وي؟.
چارواکی: مونږ ددې د مخنيوي لپاره ادارې لرو، ډېر خلک مو څارنوالۍ ته ورمعرفي کړي دي، د نتيجو انتظار وکړئ.
ريښتين: څارنوالي خو نه زورواکان چارواکي نيولی شي او نه ترې تحقيق کولی شي.
چارواکی: ددې ستونزې د حل لپاره به هم مونږ يو پلاوی وټاکو، نتيجې ته انتظار وکړه.
ريښتين: که پلااوي نتيجې راوړې، او عملي نه شوې نو بيا؟.
چارواکی: که عملي نه شوې بيا به يو بل پلاوی وټاکو چې دا ولې؟.
ريښتين: دا د ولسمشر لومړي مرستيال چې څو کاله مخکې په کابل کې د ترک تبارانو د يو مشر په کور يرغل وکړ، ويې واهه او بې عزتي يې وکړه، ولسمشر او حکومت بيا څه وکړل او دا تېرکال يې چې يوبل قومي مشر بې پته کړ ستاسو حکومت څه وکړل؟.
چارواکی: مونږ پلاوي وټاکل چې تحيق او تدقيق وکړي، د مرستيال ساتونکي مو په غياب کې محاکمه کړل.
ريښتين: او مرستيال؟.
چارواکی: هر څوک په خپل وس پړ دی، زمونږ بې وسه او بې واکه ولسمشر نور څه کولی شي؟!.
ريښتين: دا والي مو چې خلک ووژل او غوږونه يې وخوړل؛ ددې مو څه چاره وکړه؟.
چارواکی: دې لپاره مو هم يو پلاوی ټاکلی دی؛ نتيجو ته يې ترقيامته انتظار وکړئ.
ريښتين: ويل کېږي چې په زرونو افغاني شيعه ګان د ايران چارواکو سوريې ته د بشارالاسد په ملاتړ د جنګ لپاره لېږلي دي؛ په دې هکله ستاسو د دوه سري حکومت دريځ څه دی؟.
چارواکی: دا اوازې دي، کره شواهد او ثبوتونه لا تر اوسه زمونږ لاس ته نه دي راغلي، مونږ يو پلاوی ټاکلی دی پلټنې کوي.
ريښتين: دا له تللو کسانو سره چې رسنيو مرکې وکړې، دا د مړو جنازې چې راغلې، دا ستاسو محقق چې پرې اعتراف وکړ او ويې ستايل؛ دا ثبوتونه او شواهد نه دي؟.
چارواکی: د دې لپاره به هم مونږ په بېړنۍ توګه يو کال وروسته يو پلاوی وټاکو چې بشپړ تحقيق وکړي او پايلې يې ولسمشر او اجرائيه رئيس ته ولېږي.
ريښتين: دا وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي ولې نه شئ ټاکلی؟.
چارواکی: دا خو د ولسمشر او اجرائيه رئيس تر منځ ښه په انصاف او د عدل په تله هر څه نيم په نيمه منل شوي دي؛ وزيران ديارلس کم وو، نو شپږ.نيم د يو او شپږ.نيم د بل حق و؛ نيم وزير نه پيدا کېده؛ ځکه دا خبره لږه غوندې وروسته شوه.
ريښتين: دا ختيز ګوانډی هېواد چې زمونږ په خاوره له څو کلونو راهيسې راکټونه را ولې، هېواد مو ړنګوي، وګړي مو وژني...... ستاسو اردو او حکومت د دې په ځواب کې څه وکړل؟.
چارواکی: مونږ په ښه دقت ، په نره او زړورتوب يو يو شمېرو او حوصله کوو. او دا ستونزه په خبرو حلول غواړو.
ريښتين: د دې خو کلونه وشول، دا کومې او څرنګه خبرې دي چې تاسو يې کول غواړئ؟.
چارواکی: مونږ ښه ګوانډيتوب غواړو، جنګ ښه شی نه دی، مونږ صبر کوو، د صبر مېوه خوږه ده. مونږ دې ته په انتظار يو چې اخر به له ګوانډيانو سره راکټونه او مرمۍ خلاصې شي؛ پخپله به خبره سړه شي.
ريښتين: دا برېښنايي تذکرې ولې نه ورکوئ؟.
چارواکی: دا خو د اسلاميت او افغانيت د ټکو ليکل پکې ستونزمن شوي دي.
ريښتين: ولې په افغانستان کې افغانان او مسلمانان نه اوسېږي؟.
چاواکی: ولې نه؛ خو زمونږ په پارلمان کې ځينې داسې وګړي شته چې مورګانو ورته سم حال ويلی دی،هغوی د ګوانډي هېوادونو له نسله دي، نو ځکه له اسلاميت او افغانيت سره حساسيت لري.
ريښتين: ستاسو په پا رلمان (ولسي جرګې) کې خو اکثره هغه خلک دي چې په تېر وخت کې به يې د اسلام، جهاد،افغانستان...... شعارونه ډېر زمزمه کول؛ اوس ولې داسې شول؟.
چارواکی: هغه غوا اوس زاړې شوې ده، شېدې نه کوي؛ اوس مونږ ديموکراته غوا پيدا کړې ده چې ډېرې زياتې شېدې کوي؛ مونږ اوس ټول ديموکراتان يو؛ ديموکراسي خورو، پکې سپاره يوو،اغوندويې، پکې اوسېږو او مونږ اوس په ټولو شعارونو کې يواځې ديموکراسي يادوو. مخکني شعارونه خو يوه پوړۍ وه چې مونږ پرې د ديموکراسۍ بام ته راوختلو اوس په بام د پاسه هغې پوړۍ ته هيڅ اړتيا نه لرو.
ريښتين: نو اخر به څه کېږي؟.
چارواکی: د دې لپاره به هم مونږ يو بېړنی پلاوی وټاکو چې د حل لار ورته ولټوي.
ريښتين: مننه چې مونږ ته مو له خپل قېمتي وخت نه څه رابېل کړ.
چارواکی: له تاسو هم مننه چې زمونږ زرين اقوال او ځوابونه زمونږ هېوادوالو ته رسوئ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top