ولسي جرګه : کندهار کې ځینې سیاستوال د حکومت پر ضد را ټول شوي

ولسي جرګه : کندهار کې ځینې سیاستوال د حکومت پر ضد را ټول شوي


(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۱مه) ولسي جرګې د شنبې ورځې په ناسته کې څو کاندید وزیرانو خپلې طرحې او پلانونه شریک کړل، خو له دې سربېره یې په کندهار کې د سیاسیونو پر ناستې هم بحث کړی.  ددغې جرګې غړي کندهار ته تللي؛ سیاسیون او له ډلې يې د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او ځينې غړي د پارلمان استازي ونه ګڼل او ويې ویل چې دوی د پارلمان په استازیتوب نه دي تللي.   د دوی په خبره په ناسته کې د ولسي جرګې پخواني مرستیال ظاهر قدیر هم برخه اخیستې او د داسې ناستو ګټې یوازې محدودو افرادو ته رسېږي.   د ولسي جرګې غړې نسیمې نیازۍ دا ناسته د حکومت پر ضد بللې او پر حکومت يې غږ کړی، چې باید پر وړاندې يې چوپ پاتې نه شي.   نیازۍ د بلخ والي عطامحمد نور ته په اشاري وویل، یو والي چې د ملت له پیسو ګټه اخلي دومره زړور کېږي، باید له دندې ګوښه کړای شي.   د ولسي جرګې بل غړي حاجي صالح د حکومت د سقوط وېره احساس کړه او په ټينګار يې وویل، هیچاته به هم اجازه ورنه کړي چې د حکومت د سقوط لپاره یو ګام واخلي.   ویل کېږي په دې ناسته کې به له روان بحران څخه د وتلو، د حکومت د مشروعیت او لویې جرګې رابللو اړوند بحثونه وشي.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.mha

     These are the people who stole millions of dollars and hid it in foreign banks. the government of Mr. Ghani found the stolen money and decided to freeze there assets and that is why the do not like Mr. Ghani sahib decision. Long Live Mr. Ashraf Ghani Sahib.

     

*


Top