پنځو نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشریح کړي

پنځو نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشریح کړي



د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو، کانونو او پطرولیم، کار او ټولنیزو چارو او ټرانسپورټ وزارتونو ته نوماند وزیرانو په خپلو وزارتونو کې د ګڼو ستونزو د یادونې تر څنګ ژمنه کړې، چې د بریا په صورت کې به یې د اصلاح لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.
دغو وزارتونو ته نوماند وزیرانو نن د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه او د اړوندو وزارتونو حال تشریح کړی. 
دفاع وزارت ته نوماند طارق شاه بهرامي وايي، افغانستان ته دا وخت نوي فرصتونه په لاس ورغلي او وايي، د ده هڅه به دا وي چې ورنه ښه استفاده وکړي.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت ته نوماند ویس احمد برمک بیا وویل، دی دې نتیجې ته رسیدلی چې د افغان پولیسو اجرات د ټولنې له غوښتنو سره برابر نه دي او دې کار ته پاملرنه کولای شي وضعیت او امنیت ښه کړي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top