ننګرهار چاودنو کې د ملي امنیت ښاري مدیر وژلی شوی

ننګرهار چاودنو کې د ملي امنیت ښاري مدیر وژلی شوی



د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار کې د یوه شخصي تلوېزیون دفتر مخې ته چاودنه شوې، چې د امنیتي کسانو له ورتګ وروسته دویمې او درېیمې چاودنې لږترلږه دوه پولیس وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته منلې، په دې چاودنه کې د ننګرهار د ملي امنیت ښاري مدیر غفور خان هم وژل شوی.
بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګياڼي ویلي؛ چاودنه د شنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې د انعکاس رادیو/تلوېزیون دفتر مخې ته شوې.
تر اوسه د دغو چاودنو پړه چا نه ده منلې او نه یې هم په تور څوک نیول شوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top