ارګ: د کندهار والي او د ملي امنیت رییس له دندو نه دي ګوښه شوي

 ارګ: د کندهار والي او د ملي امنیت رییس له دندو نه دي ګوښه شوي



(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۱مه) د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي دا رد کړې، چې ښايي ولسمشر اشرف غني د کندهار والي زلمی ویسا او د کندهار د ملي امنیت رییس له دندو ګوښه کړي دي.
ویل شوي، چې ولسمشر غني د کندهار والي او د ملي امنیت رییس په کندهار کې د حکومت ضد جوړېدونکې غونډې د نه مخنیوي له امله دواړه چارواکي له دندو ګوښه کړي دي.
په کندهار کې د ملي یووالي حکومت پر ضد د بلخ والي عطاء محمد نور، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق، د ملي امنیت مخکېنی رییس رحمت الله نبیل، د ولسي جرګې ځینې غړي او د رشید دوستم زوی غونډه لري؛ خو حکومت ځینو ګډونوالو ته اجازه نه ده ورکړې او دغه غونډه هم ځنډېدلې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top