په جلال اباد ښار کې ۳پرلپسې چاودنې شوې

په جلال اباد ښار کې ۳پرلپسې چاودنې شوې



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۱مه) د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې درې پرله پسې چاودنو څلور امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاءالله خوګياڼی ویلي؛ نن شنبه شااوخوا لس نیمې بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند د سلطانزي مارکېټ ترڅنګ انعکاس ټلوېزيون ته څېرمه درې چاودنې شوي دي.
تر دا مهاله معلومه نه ده، چې څو امنیتي ساتونکي مړه او ټپيان شوي.
تر اوسه ددغه چاودنو مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top