په کابل ښار کې چاودنې درې ملکیان ټپيان کړي

په کابل ښار کې چاودنې درې ملکیان ټپيان کړي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۱مه) د کابل ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې په یوه چاودنه کې درې ملکيان ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد شېبه مخکې ویلي، چې دا د مقناطیسي ماین چاودنه وه.
هغه زیاته کړې؛ دغه چاودنه د لومړۍ امنیتي حوزې د سنګ تراشۍ په سیمه کې د ملي اردو د جلب و جذب یو کانټېنر ته څېرمه شوې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top