د یمن مرکز کې د پخواني ولسمشر صالح او حوثیانو تر مینځ نښتې شوي دي

د یمن مرکز کې د پخواني ولسمشر صالح او حوثیانو تر مینځ نښتې شوي دي



د یمن ځایي سرچینې وایي چې د یاد هیواد مرکز صنعا کې نن سهار شنبه د حوثي یاغیانو او لیرې کړل شوي ولسمشر علي عبدالله صالح د ځواکونو تر مینځ درنې نښتې رامینځته شوي دي.
ویل کیږي چې په یادو نښتو کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.
جګړه د علي عبدالله صالح د ورور طارق صالح د کور تر څنګه وروسته له هغې رامینځته شوې ده چې حوثي اورپکو غوښتل یاده سیمه ونیسي او په ترڅ کې یې د پنجشنبې په ورځ د نوموړي د کور درې تنه ساتونکي ووژل.
حوثیان او د علي عبدالله صالح وسله وال د یمن د اوسني دولت پر وړاندې جګړه کوي کوم چې د سعودي او ورسره ایتلاف ملاتړ ورسره دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top