روسیه: د طالبانو او داعش تر منځ همکاري د افغانستان مساله نوره هم پېچلې کړې

روسیه: د طالبانو او داعش تر منځ همکاري د افغانستان مساله نوره هم پېچلې کړې



د روسيې لومړي وزير ديمتري مېدوېدوف، د اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله سره د کتنې پر مهال ويلي، چې د طالبانو او داعش تر منځ همکاري د افغانستان مساله نوره هم پېچلې کړې.
د روسيې د سوچي په ښار کې، د شانګهای د کنفرانس د غونډې پر مهال عبدالله عبدالله او مېدوېدوف تر منځ لیدنه شوې.
مېدوېدیف زیاته کړې، چې روسيه د يوه خپلواکه، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان نه ملاتړ کوي.
د نوموړي په وینا، چې د دوی لپاره د افغانستان سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پراخول اهميت لري او روسيه چمتو ده، چې له افغانستان سره د امنيت او پوځي برخه کې هم مرسته وکړي.
مېدوېدف ويلي، چې هماغسې چې دوی اټکل کولو، د طالبانو او داعش ډلې تر منځ همکاري د افغانستان مساله نوره هم پېچلې کړې.
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې وه، چې د داعش سره د ننګرهار ولايت د خوګیاڼيو په ولسوالۍ کې نښته وشوه او دغه ډلې ته یې ماته ورکړې وه، خو امريکايي هوايي ځواکونو د داعش ډلې په پلويتوب مداخله وکړه، چې دوی بیا په دې سيمه کې جګړه بند کړه.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top