هدف، زده کړه او بری/ ۲۷ برخه

هدف، زده کړه او بری/ ۲۷ برخه


د لیکلو مهارتونه


 
د عامې روغتیا وزارت په یوه غونډه کې یوه دوست دا خبره مطرح کړه، چې ولې موږ په انګریزي ښه متن لیکلای شو او په پښتو او دري یې نه شو لیکلای؟ حال دا، چې په خپلو ژبو مو ښوونځي او پوهنځي لوستي دي. دغلته ما ته د پوهنځي د دورې ځینې استادان هم رایاد شول، چې لکچر نوټ به یې پخپله مورنۍ ژبه لیکلی و، په هغه ژبه چې دوی به پرې شل کاله زده کړه او شل کاله استادي کړې وه. خو موږ به یې د نوټونو په معنی ښه نه پوهیدو. نه به یې د جملو مبتدا معلومه وه او نه خبر. زما په فکر د دې کمزورۍ سبب دا دی، چې زموږ تعلیمي سیستم موږ ته دژبو په مضامینو کې د ښې لیکنې، ښې لوستنې او ښې وینا فن نه را زده کوي، یوازې د لیکوالو د ژوند کیسې او د کلام بېلګې يې راته تشریح کوي.
ښه لیکنه د هر زده کوونکي او تعلیم یافته شخص لپاره ضروري ده. که څوک غواړي، چې یو مسلکي ناول لیکونکی شي، یو عادي مأمور شي، یو ډاکتر یا انجنیر یا د دفتر کارکوونکی او یا مشر شي، هر یوه ته ښه، واضح او ښکلې لیکنه یو مثبت بری دی.
هر ډاکتر خپلو ناروغانو ته وایي، چې د ښې روغتیا د ساتلو لپاره متوازن خوراک او سپورت وکړئ او هر ښوونکی خپلو زده کوونکو ته وایي، چې د ښو لیکلو لپاره لنډیز او وضاحت په پام کې ونیسي. زه هم درته همدا وایم چې لیکنه ښه او واضح وکړئ، خو د روښانه، لنډې او واضح لیکنې لپاره درته لاندې سپارښتنې هم کوم، چې د ښې لیکنې په برخه کې یې په پام کې ونیسئ او عملي یې کړئ:
د ښې لیکنې لپاره په کار ده، چې موږ د لیکنې یو منظم فارمټ وکاروو، چې کیدای شي دا لاندې څلور مهمې برخې ولري:
  1. د لیکنې عنوان(title): باید لنډ، روښانه، مستقیم او راښکونکی وي.
  2. د لیکنې سریزه (introduction) : د لیکنې په سر کې باید له ۳ تر ۵ کرښو پورې سریزه ولیکل شي، ښه ده، چې د ټول متن مهم ټکي او اساسي مفهوم احتوا کړي. سریزه داسې ده لکه یو case (قضیه) چې پیل کړې. په سریزه کې اصلي پیغام او فکر په لنډیز سره لیکل کیږي. ځینې کسان څو کرښې او حتی پاراګرافونه د  نظر جذبولو او پیژندنې په بهانه لیکي، خو ډېری لوستونکو ته مبهم او بې ضرورته وي. پکار ده، چې خپل اصلي فکر د لیکنې سرته یوسو. دا کار باید تمرین شي. د اضافي متن ایډیټ او یوازې هغه څه په لیکنه کې پریښودل پکار دي چې ضرور وي. دا کار د زیات تمرین په نتیجه کې په عادت بدلیږي.
  3. د لیکنې بدنه (body) : په څو پاراګرافونو کې لیکل کیدای شي. پاراګرافونه باید د قضیې د ثبوتولو په محور وڅرخي او نتیجه ګیرۍ ته لار هواره کړي.
  4. د لیکنې نتیجه(result) : د ټولې لیکنې د مهمو ټکو او اساسي مفاهیمو لنډیز په داسې ډول بیانوي، چې لوستونکی د لیکوال له نظر سره موافقت ته رابولي او یا یې دې ته جوړوي، چې یوه کار او عمل ته داخل شي. د لیکنې ټول پاراګرافونه باید د همدې نتیجې لپاره زمینه سازي وکړي.

البته دا د یوې عمومي لیکنې چوکاټ دی. د علمي، څیړنیزو، تخلیقي او هنري لیکنو او کتابونو هر یوه لپاره پدې چوکاټ کې لازم بدلونونه راتللای شي.
د پورته چوکاټ د هرې برخې لپاره موږ اړ یو، چې لاندې برخې په دقت سره وکاروو:
 
۱) لغتونه
مأنوس، مروج، مستقیم او لنډ لغتونه دې استعمال شي. له مبتذلو او سولیدلو کلمو څخه باید ډډه وشي.
د عمومي کلمو له استعماله هم باید ځان وساتو. د عمومیاتو بیانوونکې کلمې ډېرې داسې وي: په عمومي ډول، تر ټولو ډیر خلک، تر ټولو کم خلک، ټول افغانان، انسانان اونورې. د بېلګې په ډول که ووایو انسان یو ظالم موجود دی، دا سمه نه ده، ځکه ځینې انسانان ظالمان دي، ټول ظالمان نه دي. که ولیکو افغانان بیسواده خلک دي، دا هم ناسمه ده، ځکه ټول افغانان بیسواده نه دي. داسې کلمې د لیکوال د منطق کمزوري او کله له موضوع سره د هغه د احساسي پيوند ژوروالي ښيي. که د تحقیق په نتیجه کې په یوه ګروپ کې کوم معلومات ټول یو شان وي، دا ډول کلمې لیکل کیدای شي، خو شرط یې دادی، چې تر لاسه شويو معلوماتو دغه کلمې ثبوت کړي وي.
مبهم او مشکل مسلکي اصطلاحات باید په عامه لیکنه کې ونه کارول شي. که د دغسې اصطلاحاتو استعمال ضرور و، نو معنی یې باید هم روښانه شي، چې یو عام لوستونکی پرې پوه شي. د عامو لوستونکو او د بل دفتر کارکوونکو ته د خپل دفتر د اصطلاحاتوکارول مناسب کار نه دی؛ هغوی ته ځان ښودنه ښکاري. کوښښ دې وشي هغه ژبه وکارول شي، چې له خپلې موره او چاپیریاله مو زده کړې وي. 
په متن کې دې کله کله د ثبوت او استناد لپاره شمیرې وکارول شي، خو منظمې او پر ځای دې استعمال شي: کله فکر کیږي، چې هره شمیره متن ته اعتبار ورکوي، خو داسې نده. کله شمیره، کله فیصدي او زیاتره میزان او نسبت د جملې وزن زیاتوي. لکه دا جملې: زموږ سروې وښوده، چې په احمداباد کلي کې ۶۶ کسان په سګرټو نه وو روږدي. دا مجرد مفهوم دی، چې پراخوالی او کچه نه شي ښودلای، یعنې له څو کسانو ۶۶ کسان معتاد نه وو؟.خو که ووایئ: د احمداباد د کلي ۶۶٪ اوسیدونکي په سګرټو معتاد نه وو، نو روښانه جمله ده، ځکه د سلو کسانو په منځ کې یې د پېښې پراختیا بیان کړه، خو که ووایئ احمداباد کلي له هرو درو تنو څخه دوه تنه له اعتیاد څخه خلاص و، په دې صورت کې موضوع ډیره ښه روښانېږي او د لوستونکي په ذهن کې ښه کیني.
د ځینو کلمو په لیکلو کې احتیاط په کار دی، لکه زه/ موږ، ته/ تاسو، زما/ زموږ، ستا/ ستاسو او نور. ځان ته د موږ کارول اکثرا د تکبر او ځان لوی ښودلو لپاره کیږي. که مقابل لوري ته (ته) استعمال شي، که ملګری او همزولی وي،کیدای شي د صمیمیت نښه وي، خو که لویانو او نا اشنا خلکو ته وکارول شي، د بې اعتنایۍ، سپکاوي یا د ټیټ نظر کولو معنی لري. که یو څوک شریک مال ته ووایې زما، نو دا د ځان غوښتنې مانا ورکوي او که یوه کیسه یوازې د یو شخص په باب وي او هغه وایې، چې (موږ هم خپل ځای لرو او چیرته چې موږ ناست یو نو بیا بل څوک کله خبرې کولای شي)دا کلان‌کاري او تکبر ښيي. د دې ضمیرونو پر خپل ځای استعمال ته ډیر پام په کار دی.
په لیکنه کې باید قوي او مهم لغتونه ولیکل شي. قوي لغت پدې معنی، چې ښه وي، مشخص وي، لنډ وي، مستقیم وي، عام فهم وي، اسان وي، روښانه وي او مروج وي. ښه لغت هغه دی، چې بې له یوه قیده هم پوره جمله ترې جوړه شي.
 
۲) جملې
جملې باید لنډې وي، اوږدې جملې باید پر دوو یا څو لنډو جملو ووېشل شي. لنډه جمله مفهوم ښه روښانه کوي، موضوع او اصلي فکر پکې نه ورکیږي. که اوږدې جملې د لیکوال عادت وي، تر دې وروسته دې هره اوږده جمله په لنډو جملو ووېشي، که فکر او مفهوم یې تکرار و، تکراري جملې دې نه لیکل کېږي. تکراري خبرې هم د لیکوال او هم د لوستونکي وخت ضایع کوي، زموږ مشهور متل دی، چې (وخت لکه سره زر دي) سره زر بې ځایه ضایع کول نه دي په کار. لیکوال باید دا ومني، چې د ده تر وخت هم د لوستونکو وخت مهم دی. مثلاً که د ده لیکنه زر کسان ولولي او په لیکنه کې ۱۰ دقیقې اضافي او تکراري خبرې لیکل شوې وي، لس زره دقیقې یې ضایع کړي، چې ۱۶۷ ساعتونه او ۲۱ کاري ورځې کیږي. لیکوال دې هم خپل وخت او هم د لوستونکي وخت ته اهمیت ورکړي.
مستقیمې او فعالې جملې دې ولیکل شي. منفعلې جملې دې نه لیکل کېږي، که لیکل شوې هم وي،په فعالو جملو دې واړول شي. په منفعلو جملو کې مهفوم ګونګ او اصلي فکر په کې په اسانه نه انتقالیږي. اصلي فاعل، چې ورک شي، تر ډېره هدف هم ورکیږي او پټیږي. د روښانتیا لپاره دې منفعلې جملې په فعالو لنډو جملو واړول شي.
د مبتذلو او سولیدلو جملو له کارولو دې ډډه وشي: لکه د ژمي یوه سړه او توره شپه وه، د واورې د وریدو ژغار اوریدل کیده، بوډۍ ترور موږ ته کیسه کوله. یا هغه تر ټولو ښه/ بد وختونه وو. یا د کلا د پاسه دتلویزیون د پردې په شان شین اسمان ښکاریده. دا کلمې په ناولونو او کیسو کې دومره سولیدلي دي، چې کارول یې نور خوند نه کوي.
 
۳). پاراګرافونه
پاراګرافونه له کلمو او جملو څخه جوړ شوي دي، چې د لیکنې اصلي بدن جوړوي. هر پاراګراف لاندې څلور برخې لرلای شي:
الف) د عنوان جمله: دا مشخصوي چې پاراګراف د څه شي په باره کې دی.
ب) تشریح:د پاراګراف موضوع داسې بیانوي چې لوستونکی پرې پوره پوه شي.
ج) بېلګې:د پاراګراف په تشریح کې د ویل شوې ادعا د ثبوت لپاره بېلګې، ارقام او حقایق وړاندې کوي. که د قرآن کریم ایت شریف، د نبی کریم حدیث شریف، مناسب متل، د شعر یو مهم بیت او د پوهانو وینا پکې راوړل شي، وینا ته قوت ورکوي.
د) د مهم مفهوم تکرار: تکرار باید په داسې ډول وي، چې لوستونکی یوه عمل یا توافق ته وهڅوي. پاراګرافونه باید د قضیې د ثبوتولو په محور وڅرخي او نتیجې اخیستنې ته لار هواره کړي.
 
۴) ټوله لیکنه
په مجموع کې باید لیکنه لنډه او واضح وي. لنډ او واضح لیکل رښتیا مهم دي، خو اسان نه دي. چرچیل یو وخت خپلې میرمنې ته اوږد لیک لیکلی و. په پای کې یې ترې معذرت غوښتی و چې د وخت د کموالي له امله یې ورته لنډ لیک نه شو لیکلای، نو ځکه اوږده لیک ته اړ شو. لنډه او واضح لیکنه یو هنر دی او باید زده شي. حوصله به ورته کوئ او پوره وخت به پرې لګوئ.خپله لیکنه څو ځله ایډیټوئ او لنډوئ. اډیټ یوازې د متن عادي لوستل او دټایپي ناسمیو سمول نه دي، بلکې د فکر او مفهوم ثبات یې یقیني کول او د تکرار، اضافه لیکنې او حاشیه روۍ له منځه وړل دي. اوږد لیکل یو عیب دی خو متأسفانه ځینو ته کمال ښکاري.
له موضوع سره تړلي او مناسب مثالونه ورکړئ: دا کار مو د متن اعتبار زیاتوي. متل، دیني ارشادات، د پوهانو نقل قول، د څیړنو نتیجې او یو نیم لنډ شعر یا یو متل کولای شي، ستاسو لیکنه ښکلې او د خوښې وړ کړي.
لیکنې ته تیاری ونیسئ: هغومره وخت، چې په لیکنه لګوئ تر هغه ډېر وخت په نوې مطالعه ولګوئ. د یو مخ لیکنې لپاره له ۱۰ تر ۳۰ مخونو ولولئ او بیا لیکنه پیل او پوره وخت ورکړئ، چې بشپړه شي.
په لیکنه کې حالت وښیئ، نه دلغتونو ځنځیر. د بېلګې په توګه که لیکئ چې (پداسې حال کې چې ډیر په قهر او غصه و او په احساساتو راغلی و) ولیکئ: (له کوټې په بیړه راووت، چیغې یې وهلې او په چټکۍ یې د زده کوونکو پر لور ورمنډه کړه). وروستنۍ جمله د قهر حالت تر لومړنۍ هغې په ښه ډول څرګندوي.
خپل کلتور او ارزښتونو ته په پام سره لیکنه کوئ. مثلاً که تفریح ته ځوانان هڅوئ نو د نایټ کلپونو او شپې ډانسونو کیسې مه لیکئ، بلکې د سیمه ییزو لوبو په باب معلومات ولیکئ.
که ځان ته معلوموئ، چې لیکنه مو ښه، واضح او روانه ده که نه، نو په لوړ غږ یې له ځان سره ولولئ او یا له یوه دوست یا د کورنۍ له غړي وغواړئ درته ویې لولي. تاسو بیا پوهیږئ، چې متن مو څومره واضح او روان دی. که واضح او روښانه نه وي نو بیا یې سمولای شئ.
هر څومره، چې ډیره مطالعه  وکړئ د لیکلو استعداد مو زیاتیږي: مجلې، کتابونه، ورځپاڼې، ویب‌پاڼې او نورې خپرونې ولولئ. کله، چې بیا لیکنه کوئ نو له همدغې زده کړې، زده شوي مفاهیم درسره مرسته کوي، چې ښه متن ولیکئ.
داسې جمله، پاراګراف او متن ولیکئ، چې له پوره روښانتیا او لنډون سره سره  پوره مفهوم هم ولري، دا کار یوازې په تمرین سره کیږي. تمرین، تمرین، تمرین. هره ورځ لیکل وکړئ. یو عنوان وټاکئ، مربوط مواد ورته راټول کړئ او لیکل پرې وکړئ. لیکل مو څو ځله اډیټ، لنډ او سم کړئ، ورو ورو مو مهارت زیاتیږي. دا کار تجربه کړئ، پوه به شئ، چې تاسو کولای شئ، آن لا کولای شئ رښتینې کیسې او پيښې هم ولیکئ.
د لیکنې فهرست جوړ کړئ او بیا د هر عنوان لپاره مواد برابر او لیکنې وکړئ.کيدای شي لومړۍ مسوده سمه نه وي. دوېمه يې تر ایډیټ او نوو زیاتونو ښه ولیکئ. دریمه مسوده هم ولیکئ. په پای کې به متن اسان او روښانه شي.
د لیکنې ډیزاین ته هم ډیره پاملرنه وکړئ.
عنوان: (فونټ، کچې او بڼې ته یې پاملرنه وکړئ).
    • لوی عنوان
    • منځنی عنوان
    • کوچنی عنوان

متن: (دلته هم فونټ، کچې او بڼې ته پام په کار دی).
نورې نښې هم په پام کې ونیسئ: (بولډ، ایټالیکس، انډرلاین، شمیرې، په قوس کې متن، رنګ شوی، بیا تکرار شوی، په قوسونو کې لیکل شوی......
نقل قول: مستقیم نقل قول په قوسونو کې له مأخذ سره او نا مستقیم په خپلو الفاظو ولیکئ.
واټن: د لغتونو، جملو، پاراګرافونو او عنوانونو تر منځ واټن مراعات کړئ.
د ښې لیکنې د زده کړې لپاره روزنیز کورسونه هم نیولای شئ، له استاده یې هم زده کولای شئ او له داسې کتابونو هم کار اخیستلای شئ چې په همدې هدف لیکل شوي وي.
ناخوښه یا بې خونده لیکنې هغه لیکنې وي، چې د لوستونکو نه خوښیږي، تر ډېره په کې لاندې علتونه موجود وي:
  1. له حده ډیره اوږده لیکنه
  2. ډیره لنډه او ناتمامه لیکنه
  3. مبهمه یا ګونګه لیکنه
  4. متناقضه لیکنه
  5. بې ګټې یا بې هدفه لیکنه (لیکنه د لیکنې لپاره)
  6. په شواهدو نه ولاړه لیکنه
  7. له تور، تهمت، جعل، تحریف، کذب او افترا څخه ډکه لیکنه
  8. له شخصیت وژنې او بدنیتۍ څخه ډکه لیکنه
  9. ځان محوره لیکنه
  10. د خپل فکر خلاف فرمایشي لیکنه

هغه لیکنې خوندورې وي چې:
  • د ژورې مینې او ذوق له مخې لیکل شوې وي
  • د هدف لپاره لیکل شوې وي
  • لیکونکی یې د ډیرې مطالعې خاوند وي او همدې لیکنې ته یې نوې مطالعه هم کړې وي
  • هغه چا لیکلې وي، چې ډیر لیکل کوي او د همدې ډیرو لیکلو له امله یې لیکنه پخه، روانه او خوندوره شوې وي
  • هغه لیکنه، چې د یو ټولنیز خیر لپاره لیکل شوې وي او د فردي او یا ټولنیز سمون کوښښ پکې وي

کوښښ وکړئ د هغو موضوعاتو په اړه لیکنې وکړئ، چې ستاسو له مینې او ذوق سره سمې وي او تاسو پرې حاکمیت ولرئ. د لیکنې د هنر په اړه زده کړه وکړئ، له پخو لیکوالانو مشوره او لارښوونه هم واخلئ.
د لیکنې املأ، انشأ او گرامر ته هم پوره پام وکړئ: نوم، صفت، ضمیر، فعل، قید، د اضافت حرف، د تړاو حرف، لېندۍ، یو ځای لیکل کیدونکې کلمې، بیلې لیکل کیدونکې کلمې، د جملې مبتدا او خبر او نورو برخو ته په دقت متوجه اوسئ او په خپله لیکنه کې یې په نظر کې ونیسئ.
په لیکنه کې د ټکو اېښودلو ته هم پوره پام کوئ: ټکی (.)، کامه (،)، سوالیه (؟)، ندائیه (!)، شارحه (:)، سیمی‌کولون (؛)، ډش (- ـ)، د لغتونو تر منځ واټن، د جملو تر منځ واټن او د پاراګرافونو تر منځ واټن ټول هغه څه دي، چې په لیکنه کې یې باید په پام کې ونیسئ.
نن سبا د پښتو او دري ژبو د سوچه کیدو کوښښونه کیږي او په تلویزیونو او نورو رسنیو کې داسې ژبه اورو او لولو، چې سم نه پرې پوهیږو.
زما په فکر تر سوچه ژبې، په مروجه ژبه لیکنه ښه ده. په دې صورت کې ترې زیات خلک استفاده کولای شي. د ژبې سوچه کول یا نه سوچه کول د ژبپوهنې یو بحث دی، ژبپوهان دې پکې خپلو هڅو ته دوام ورکړي، خو ښه به دا وي، چې هغوی هم د یو علمي او منل شوي باصلاحیته مرکز تر نظر لاندې کار وکړي. له ژبپوهانو پرته نورو لیکوالانو ته پکار ده، چې هغه ژبه ووایي او ولیکي، چې مروجه او مانوسه ده.
سوچه ژبه تر ډېره غریبه ژبه وي، ځکه له نورو ژبو یې نه څه اخیستي وي او نه یې ورکړې وي. د نړۍ مشهورې ژبې، ټولې د نورو ژبو له کلمو ډکې دي. د سوچه والي او نورو ژبو د کلمو په کارولو کې باید توازن په پام کې ونیول شي.
داسې دې هم نه لیکل کېږي لکه: (له دې دریځه په ډاګه اعلان کوم، چې په ټوله پازوالۍ د یرغلګر پر وړاندې بیساري بلهاري ته چمتو یم. هیله کوم د موخو پر لور ګډ یون وکړو).ځکه په دې جمله زه هم نه پوهیږم. په عین حال کې داسې هم ښه نه ده، لکه د بهرنیو موسسو په کارکوونکو کې چې رواج شوې ده. دوی کله کله یوازې تړونکې کلمې پخپله ژبه وایي، نورې ټولې یې په انګریزي وي:
ویکنټ پوزیشن(position)  مو انونس(announce)  کړ. اپلیکنټس(applicants)  اناف(enough)  نه وو. ایمیل(e-mail)  مې درسینډ (send)کړ، چې ری انونس(re-announce)  شي، خو ایمیل(e-mail)  مې بونس بک(bounce back)  شو. بل آی ډی(ID)  دې راکړه، چې ری سنډ(resend)  یې کړم. بیا یې پوست(post)  کړئ.
که پر یوه جمله د خپلې ژبې قواعد تطبیق شي، نو د نورو ژبو یو نیم لغت د کمزورۍ، نه بلکې د غنا نښه ده، خو داسې نه لکه په لاندې جمله کې، چې دري جمله ټکي په ټکي پښتو شوې ده:
(و دا مسئولیت سنګین په عهده د نګارنده ګانو د جرایدو دی) خو که همدا جمله په لاندې ډول ولیکل شي، چې د پښتو قواعد پرې تطبیق شوي دي، بیا ډېره پروا نه کوي: (دا دروند مسئولیت د جرایدو (جریدو) د نګارنده ګانو (لیکوالو) پر غاړه دی)، اما د لاندې جملې په شان سوچه توب یې هم ماته ډیر مناسب نه ښکاري: (دا درنده پازوالي د اونیزو د لیکوالو پر اوږو ده).
tags

ستاسې تبصرې

*


Top