په کور د احمدشاه کې!

په کور د احمدشاه کې!



په کور د احمدشاه کې!
کندهار کې راټول شوي لنډغر دي
بیسواده ټوپکیان او زورور دي
جاسوسان دي د پرديو، خاینین ټول
لا سګ باز، لا بجباز واړه لوپر دي
د ملت په وینو نه دي مړه شوي
دا نا اهله ټول اک شوی فسادګر دي
د قدرت، ډالر شهرت واړه شوقیان دي
جولاګان، کلنران لا بزنګر دي
اخطارونه دي، دړکې دي، نظام ګواښي
د پردیو جاسوسان او ستمګر دي
حکومت هم ورته لاس تر زنې ګوري
ټول لایق لا د زندان یا دار کول دي
دا مسول موږ ته راپاتې د کرزي دی
د دې ټولو شا ته واړه اشغالګر دي
(منګل) وایي ديکتاتور ورته په کار دی
په خبره نه پوهیږی ځناور دي
tags

ستاسې تبصرې

*


Top