"د نور الوتکې ته د پرواز اجازه ورکړل شوې"

"د نور الوتکې ته د پرواز اجازه ورکړل شوې"


(روهي ـ  ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۰مه) د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکي اداري ويلي؛ هغې الوتکې ته چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او ملګرو یې له مزار شریفه کندهار ته سفر په کې کاوه، د پرواز اجازه ورکړل شوې وه خو د ځینې دلایلو له امله وځنډېد.
د دغې ادارې په خپرې کړې خبر پاڼه کې راغلي، چې د الوتکې د پرواز په وخت کې د ځنډ له امله پرواز د شپې نهو بجو او پينځلس دقیقو ته ځنډېدلی و.
د هغه د الوتکې ځنډیدو علت په کندهار هوايي ډګر کې د ناټو له قواوو سره د هماهنګۍ اړتیا ښودل شوی دی.
 عطا محمد نور بېګا پر انټرنټي سایټونو یو پیغام خپور کړ او ویې ویل چې د لوی کندهار د تفاهم شورا په جلسې کې د ګډون لپاره هغه ولایت ته روان و، خو د حکومت رهبرۍ د پرواز اجازه نه ده ورکړې.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top