غني ویلي؛ د مخدرو موادو قاچاق د نړۍ امنیت ته ګواښ دی

غني ویلي؛ د مخدرو موادو قاچاق د نړۍ امنیت ته ګواښ دی



(روهي ـ  ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۰مه) ولسمشر محمد اشرف غني نن د " اسیا زړه - استانبول پروسه" د بهرنیو چارو د وزیرانو په کنفرانس کې وویل، د مخدرو موادو قاچاق او جنایت کارې ډلې د ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ دي.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت دی او خواشیني يې څرګنده کړه چې سږکال د کوکنارو کښت زیات شوی دی.
غني ویلي، د قاچاق وړونکو او د مخدرو موادو د لابراتوارونو د له منځه وړلو لپاره د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یا سپېشل فورس عملیات زیات شوي او سږکال يې د ۵۰ او ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت مواد له منځه وړي دي.
دا کنفرانس نن د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړ شوی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top