د ارزګان هوایي برید کې ۱۴ وسله والو طالبان وژل شوي

د ارزګان هوایي برید کې ۱۴ وسله والو طالبان وژل شوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۰مه) د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکو ویلي؛ د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ په اشېزو نوم کلي د وسله والو طالبانو په یو مرکز د افغان ځواکونو برید کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د یادې ولسولۍ امنیه قوماندان اسدالله ویلي، چې دا بریدونه تېره ورځ غرمه مهال د دقیقو معلوماتو پر اساس شوی او وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
بل خوا یو دولتي باوري سرچینه وايي، د بریدونو پر مهال درې ماشومان وژل شوي چې یوه ښځه او یو ماشوم هم ټپي دي.
تر دې دمه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top