د وخت له ضایع کولو څخه د مخنیوي لارې چارې

د وخت له ضایع کولو څخه د مخنیوي لارې چارې



د وخت بې ځایه تیرول هغه لوی لامل دی چې خلک خپلو موخو ته نه رسیږي. آیا تاسو د خپل وخت د ضایع کولو څخه د مخنیوی لپاره  کوم کار کړی ؟
د وخت ضایع کول مو خوبونه له منځه وړي. نو ځکه اوس د دې وخت دی چې خپل دغه بد عادت پرېږدی او یو کار وکړئ.
1-د وخت د ضایع کولو په اړه فکر وکړئ
مونږ ټول خپل وخت شاته اچوو، کوم ځای ته چې غواړو لاړ شو او یا هم کوم کار چې باید ترسره یې کړو ځنډوو .
یوه لحظه د دغو ټکو په اړه فکر وکړئ، د هغه ځوابونه ولیکئ او کله مو چې هغه وځنډول په خپل مسیر کې پاتې شئ.
 
2-وګوری چې چیرته ځی
مونږ باید خپل ذهن ته ووایو چې کوم ځای ته ځو او د څه شي په لټه کې یو او موخه مو څه ده؟
چیرته غواړی چې لاړ شی؟ کوم کار باید نن ترسره کړی؟ فکر وکړئ او خپلو  دندو ته لږ وخت ځانکړی کړئ .
بیا د وخت د ضایع کولو څخه د مخنیوي لپاره یو مهال ویش ترتیب کړئ او هغه کارونه چې غواړی ترسره یې کړی ولیکئ تر څو ورباندې تمرکز وکړای شی.
 
3-په کومو لارو چې غواړی لاړ شی خپلو اطرافیانو ته یې ووایاست
نورو ته ځواب ویوونکي اوسئ، د هغو کارونو مسوولیت چې غواړی ترسره یې کړی په غاړه واخلی او هغوی ته اجازه ورکړی، کوم ځای ته چې تاسو غواړی لاړ شی پرې پوه شي.
خپل اهداف د خپل ژوند له مهمو کسانو سره شریک کړئ تر څو ډاډمن شی چې له خپلې لارې څخه پیروي کوی.
 
4-ناسمې لارې وپیژنئ
زه مې د خپلو جامو په اړه مثال ورکوم، پوهیږم کله چې له یو څه څخه کرکه کوم، نو فورا هغه پاکوم او نور څه ته مخه کوم.
کوم کار تاسو له خپلو موخو او یو لوی انځور څخه لرې کوی؟
 
5-پوه شئ چې کومه بله لار نشته
ایا پوهیږي چې موخې ته د رسیدو لپاره مو بله لار نشته؟ اړینه نده چې څنګه هلته رسیږی؛ اړینه دا ده چې هلته ورسیږی.
 د وخت د ضایع کولو څخه د مخنیوي لپاره د کوچنیو جزیاتو په اړه ډیره اندیښنه مه کوئ. یواځې له هغو شیانو سره چې تاسو پوهیږی ستاسو موخو ته په رسیدو باندې اثر کولای شي مقابله وکړئ او وجنګیږئ.
کنه نو، له خپلې لارې څخه خوند واخلئ او مطمینه اوسئ چې خپلې موخې ته رسیږی.
 
6- په خپل کار پوره تمرکز وکړئ
کله مو چې بایسکل زغلول زده کړي وو په یاد مو دي؟
داسې چې هغه یواځینی کار چې ښه مو نشو ترسره کولای هغه په زغلولو تمرکز و. ژوند هغه ځای ته ځي چې زموږ تمرکز ورباندې وي.
زمونږ ذهن د منفي افکارو پر وړاندې مبارزه کوي، نو د هغو پر ځای به په مثبتو ټکو تمرکز وکړو. کوم ځای ته غواړی چې لاړ شی.
نور ټکي: هر وخت ځان له انرژۍ څخه ډک ساتئ. د خپلو اهدافو پر وړاندې د متمرکز پاتې کیدو او حرکت لپاره، باید خپله انرژي وساتی.
خپله شاوخوا له هغو خلکو څخه ډکه کړئ چې تاسو ته د مخکې تګ لپاره انګیزه او انرژي درکوي او له هغو خلکو څخه چې تاسو شاته بیایي او د  وخت د ضایع کیدو لامل مو کیږي لیرې والی غوره کړئ.
کوم شی او یا هم کوم کس تاسو ته انرژي درکوي ؟ هغه کړنې، افراد، څیزونه چې تاسو ته د ښه احساس او انګیزې لامل کیږي ولیکئ. بیا د وخت د ضایع کیدو څخه د مخنیوی لپاره وخت وټاکئ تر څو له دغو څخه ډیره ګټه پورته کړی.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top