قوماندان عطا محمد نور وایي چې دولت یې کندهار ته د الوتکې د پرواز مخنیوی کړی

قوماندان عطا محمد نور وایي چې دولت یې کندهار ته د الوتکې د پرواز مخنیوی کړی



د بلخ والي او د جمیعت ګوند مشر قوماندان عطامحمد نور وایي چې له مزار شریف څخه کندهار ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.
ده زیاته کړې ده چې یونیم ساعت په الوتکه کې ناست و خو د پرواز مخنیوی یې شوی دی.
نوموړي په یوه ویډیو کې چې له خپلې فیسبوک پاڼې څخه یې خپره کړه او د جنرال دوستم زوی یې هم شاته لیدل کیږي ویلي دي چې دوی غوښتل د لوی کندهار تفاهم شورا په غونډه کې ګډون وکړي خو د دولت مشرانو د نوموړي الوتکې ته د الوتلو اجازه نه ده ورکړې.
قوماندان عطا د دولت نوموړی حرکت غیر قانوني، غیر اخلاقي او غیر انساني بللی دی او ویلي یې دي چې د دولت داسې اقدام غیر ملي او د هیواد په خیر نه دی.
نوموړي ټینګار کړی دی چې د دولت مشران دې په هوښ راشي.
له بلې خوا د هوانوردۍ ملکي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي د شپې له خوا د کندهار په هوایي ډګر کې د الوتکې د کیناستو امکانات نشته نو ځکه یاد پرواز نه دی تر سره شوی او زیاته کړې یې ده چې عطا نور او ملګري یې کولی شي د ورځې په الوتکه کې سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملي امنیت له خوا یو خپور شوی لیک په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو چې پکې لیکل شوي وو کیدای شي د ځینو سیاستوالو حامله الوتکه د بم په وسیله منفجره شي.
په پام کې وه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسي جرګې پخوانیو او اوسنیو غړو او یو لړ نورو اشخاصو له خوا په کندهار کې یوه غونډه وکړي خو تر اوسه یاده غونډه نده تر سره شوې.
خو د عطا محمد نور یوه مشاور ویلي دي چې یاده غونډه سبا ته وځنډول شوه او قوماندان عطا به هم پکې ګډون کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top