ولسمشر غني نن باکو کې د استانبول د پروسې غونډې ته وینا کوي

ولسمشر غني نن باکو کې د استانبول د پروسې غونډې ته وینا کوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۰مه) ویل شوي، چې ولسمشر اشرف غني نن جمعه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د استانبول د پروسې اوومې غونډې ته وینا کوي.
ښاغلی غني د اسیا د زړه یا استانبول د پروسې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره پرون پنجشنبه باکو ته رسیدلی.
د جمهوري ریاست د خبري وېب ‎پاڼې د راپور له مخې، ښاغلی غني به غونډې ته پر وینا سربېره د اذربایجان له ولسمشر الهام عليیف سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.
تمه ده، چې مسؤل چارواکي به د دواړو ولسمشرانو په حضور کې د پانګونې، امنیت، اقتصاد، سوداګرۍ، ملکي هوايي چلند، لوړو زده‎کړو او پوهنې په برخو کې د دوه اړخېزو همکاریو موافقې لاسليک کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top