پیښور کې پر دولتي اداره وسله وال برید شوی دی، ډزې تر اوسه روانې دي

پیښور کې پر دولتي اداره وسله وال برید شوی دی، ډزې تر اوسه روانې دي



د پیښور پر یونیورسیټي روډ پرته یوه دولتي کرنیزه اداره وسله وال برید شوی دی.
د پاکستان اکسپرس نیوز په حواله پر یاد مرکز درې تنه وسله وال ننوتلي دي چې د ډزو او چاودنو غږونه لا هم اوریدل کیږي.
ویل کیږي چې تر اوسه د پیښې درې تنه ټپيان خیبر روغتون ته وروړل شوي دي.
د یونیورسیټي سړک د ترافیکو پر مخ تړلی دی او سیمه پاکستانیو ځواکونو کلابنده کړې ده.
د برید وروستیو جزیاتو لپاره له روهي ویبپاڼې سره په تمه شئ...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top