د ګواشتې لارې خلاصېدو په موخه لوړ پوړي امنیتي پلاوي پکتیکا ته تللي

د ګواشتې لارې خلاصېدو  په موخه لوړ پوړي امنیتي پلاوي پکتیکا ته تللي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۹مه) روهي وېب پانې ته د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر په رالېږلې خبر پاڼه کې راغلي، چې لومړي معاون ډګر جنرال عبدالحمید حمیدي په مشري یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي چهار شنبې په ورځ دغه ولایت ته په سفر تللي دي.
ویل شوي، چې په دې پلاوي کې د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت استازو هم برخه لرله.
پکتیا ولایت کې د ګواشتې لارې خلاصیدو په موخه، د ولسمشر اشرف غني په ځانګړې لارښوونه دغه ولایت ته ځانګړی پلاوی تللی.
د پکتیکا د دریو ولسوالیو وازیخوا، تروې او وړممۍ عمومي لاره چې له تېرو شاوخوا تو کالونو راهیسې د امنیتي ستونزو له امله بنده ده اوس یې د د ائمي خلاصون او امن کولو لپاره منظم پلان جوړ شوی.
امنیتي پلاوي د ګواشتې لارې د خلاصون پر وړاندې پرتې ستونزې ارزولي او د لارې د خلاصولو لپاره یې وخت، امکانات او مسوولین هم ټاکلي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top