ولسمشرغني د " اسیا زړه" غونډه ته اذبایجان ته ولاړ

ولسمشرغني د " اسیا زړه" غونډه ته اذبایجان ته ولاړ



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۹مه) د افغانستان ولسمشر د " اسیا زړه" یا د استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو په اوومه غونډه کې د ګډون په هدف نن مازدیګر اذربایجان ته ولاړ.
د ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ محمد اشرف غني به په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت او د سیمي د همکارۍ په اړه خبري وکړي.
دې غونډي ته د " اسیا زړه" د پیاوړې سیمې پر لور د امنیت او اقتصادي اتصال او نوم ورکول شوی دی او د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د دوو ورځو لپاره ترسره کېږي.
ویل شوي، چې په دې پلاوي کې د نورو چارواکو تر څنګ هم د ولسمشر ملګري دي.
د اسیا زړه هېوادونو– استانبول پروسه د افغانستان په وړاندیز د ترکیې په همکارۍ پیل شوه چې لومړی کنفرانس یې په ۲۰۱۲ کال کې په استانبول کې جوړ شو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top