ترجګړې وروسته سرطان د سوریې وګړو لپاره لوی ګواښ دی

ترجګړې وروسته سرطان د سوریې وګړو لپاره لوی ګواښ دی



جنګ جګړو په سوریه کې په سرطان ناروغۍ د اخته کسانو ژوند تریخ کړی دی. ویل کېږي، د سرطان د درملنې مرکزونه یوازې په لویو ښارونو کې پاتې دي، خو عادي وګړي نه شي کولي په اسانۍ سره ورته لاس رسی ولري، ځګه امنیتي ستونزې او ډېر لګښت ته یې زړه نه ښه کوي. ډاکټران وایي د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره کافي درمل نه لري، که وي هم بیه یې دومره لوړه ده، چې د هر چا د وس خبره نه ده. دوی وایي په دمشق، حلب او لاذقیه کې یوازې یو درملتون دی، چې د سرطان ضد درمل پلوري. ډاکټران وایي په دغه هېواد کې په سرطان د اخته کېدو یوازنی لامل ککړ چاپیریال او جنګ جګړې دي. د دوی په وینا، هغه ناروغان په ډېر بد حالت کې دي، چې د داعش ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top