د " اسیا زړه" غونډه نن په اذربایجان کې ترسره کېږي

د " اسیا زړه" غونډه نن په اذربایجان کې ترسره کېږي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۹مه) ټاکل شوې ده، د اسیا زړه اوومه غونډه نن د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې ترسره شي.
د اسیا زړه په غونډه کې د افغانستان پلاوي مشري ولسمشر محمد اشرف غني کوي او په غونډه کې به پر هغو پروژو خبرې وشي، چې منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره نښلوي.
بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی ویلي، دغه ناسته د افغانستان لپاره مهمه ده او د سکټوري وزارتونو له استازو یې وغوښتل، چې د مرکزي اسیا د سویلي اسیا سره د لویو پروژو د نښلولو پروژې د کاغذ له مخه د عمل میدان ته راوباسي.
د اسیازړه غونډه په داسې مهال ترسره کېږي، چې له دې وړاندې د ټاپي، کاسا۱۰۰۰، د وريښمو لار او نورې لویې پروژې له دې وړاندې پیل شوي؛ خو بشپړې شوي نه دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top