امریکا وایي له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړي، خو باید ټوله نړۍ اړیکې ورسره پرې کړي

امریکا وایي له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړي، خو باید ټوله نړۍ اړیکې ورسره پرې کړي



په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلي پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا له بیړنۍ غونډې مخکې ویلي دي چې د شمالي کوریا له وروستۍ ازموینې وروسته باید د نړۍ ټول هیوادونو په عاجله توګه له یاد هیواد سره اړیکې وشلوي.
نوموړې پر چین غږ کړی دی چې شمالي کوریا ته دې د تیلو ټول صادرات ودروي.
هیلې څرګنده کړې ده چې له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړي خو باید سیاسي فشارونه پرې زیات شي.
له بلې خوا فرانسه هم پر شمالي کوریا د سختو فشارونو غوښتونکې ده خو چین او روسیه وایي چې دواړه خواوې باید له زغم څخه کار واخلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top