ایران هغې الوتکې ته له خپلې هوایي قلمرو څخه د وتلو امر کړی دی چې د بلغارستان لومړی وزیر پکې سپور و

ایران هغې الوتکې ته له خپلې هوایي قلمرو څخه د وتلو امر کړی دی چې د بلغارستان لومړی وزیر پکې سپور و



ایران پرون چهار شنبه هغې الوتکې ته له خپل هوایي قلمرو څخه د وتلو امر کړی دی چې د بلغارستان لومړی وزیر د یاد هیواد له لوړ پوړي پلاوي سره پکې سعودي عربستان ته روان و.
له یادې پیښې وروسته بلغاریا ایران ته رسمي شکایت وړاندې کړی دی او په صوفیه کې د ایران شارژدافیر د یاد هیواد بهرنیو چارو وزارت له خوا احضار کړل شو.
ایران له یادې پیښې وروسته وویل چې دا یوه تخنیکي ستونزه وه.
د بلغارستان بهرنیو چارو وزیرې ویلي دي چې د دوی الوتکه د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته د ایران هوایي حریم ته ننوتلې وه.
له پیښې داسې ښکاري چې ایران قصدا غوښتل سعودي ته د بلغاري چارواکو سفر له خنډ سره مخ کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top