د لوګر په ازره کې چیچني وسله وال له کورنیو سره نیول شوي دي

د لوګر په ازره کې چیچني وسله وال له کورنیو سره نیول شوي دي



د لوګر چارواکي وایي چې د یاد ولاست په ازره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د چیچن اوسیدونکي وسله وال نیول شوي دی.
یاد وسله وال چې دوه تنه نارینه دي درې ښځې او شپږ ماشومان ورسره دي چې پرون مازدیګر د ازرې ولسوالۍ کوزې چوترې په سیمه کې نیول شوي دي.
ویل کیږي چې دوی د ننګرهار له خوګیاڼیو څخه لوګر ته اوښتل چې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې داعش ترهګر هڅه کوي له ننګرهار څخه د لوګر په لوري خپل نفوذ پراخ کړي خو تر اوسه ښکاره نه ده چې یاد کسان داعشیان وو او که په کومه بله ډله پورې یې تړاو درلود.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top