د ننګرهار په اچین کې اته تنه پاکستاني اورپکي وژل شوي دي

د ننګرهار په اچین کې اته تنه پاکستاني اورپکي وژل شوي دي



په ختیځ کې د افغان ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي دي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې اته تنه پاکستاني اورپکي وژل شوي دي.
سرچینه وایي چې بهرنیو ځواکونو یاد برید د وسله والو پر یوه پټنځای تر سره کړی دی چې اته تنه پنجابي وسله وال پکې له مینځه تللي دي.
افغان ځواکونه وایي چې په نوموړي برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
د ننګرهار ولایت په اچین کې داعش او طالبان دواړه فعالیت کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top