جان کیري وایي اسراییلو او مصر پر امریکا فشار راوړی و تر څو په ایران پوځي برید وکړي

جان کیري وایي اسراییلو او مصر پر امریکا فشار راوړی و تر څو په ایران پوځي برید وکړي



د امریکا بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي دي چې د اسراییلو او مصر دولتونو د اوباما د ادراې پر مهال په یاد هیواد تر وروستي حده فشار راوړی و تر څو پر ایران برید وکړي.
جان کیري چې په واشنګټن کې یې یو غونډې ته وینا کوله ویلي دي چې په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره تر اټومي هوکړې مخکې یو زیات شمېر هیوادونو امریکا دې ته هڅوله تر څو پر ایران وسله وال برید وکړي او دا یې ایران ته درس ورکولو تر ټولو ښه لاره بلله چې په سر کې یې اسراییلو او مصر تر خپل وروستي حده دا هڅه کړې وه.
نوموړې زیاته کړې ده چې د اسراییلو لومړي وزیر امریکا ته په ځلونو وړاندیز کړی و چې په ایران برید وکړي خو دوی پوهیدل چې د دې غوښتنو تر شا د امریکا لپاره یوه لویه دسیسه وه او پر ایران د برید کولو په صورت کې به بیا همدې هیوادونو پر دوی نیوکې کولی.
کیري له ایران سره له اټومي هوکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې دا د اوباما د ادراې یوه لویه لاسته راوړنه وه.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یادې هوکړې تر ټولو ستر مخالف دی او وایي چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خراب تړون و.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top