ارګ: محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان له بهرني سیاست سره په ټکر کې دي

ارګ: محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان له بهرني سیاست سره په ټکر کې دي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ۸مه) د افغانستان له جمهوری ریاست څخه په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې د حکومت اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق په تهران کې وروستۍ څرګندونې د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات و امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې دي.
ویل شوي، چې د محمد محقق وروستنۍ څرګندونې " په هیڅ وجه د افغانستان دولت د نظریاتو استازیتوب نه کوي."
افغان حکومت له اوږدې مودې راهیسې تراوسه د داعش په ګډون د تروریستي ډلو پر ضد سخته او جدي مبارزه کي اخته دی.
د اعلامې له مخې، حکومت تل د ترورېستي ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د پلانونو د عملي کېدو مخنیوی کړی دی.
دا په داسې حال کې دی، چې اجرئیه رییس عبدالله یو څه وخت وړاندې په امریکا کې یوې نړیوالې غونډې ته په وینا کې وویل، چې ایران افغان ځوانان د سوریې جګړې ته لیږي. 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top