د سعودي عربستان شهزاده د ډالرو په بدل کې خوشې شو

د سعودي عربستان شهزاده  د ډالرو  په بدل کې خوشې شو



روهي (۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۷مه) د سعودي عربستان یو چارواکي ویلي دي،  چې د شهزاده متعب بن عبدالله کوم چې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ یو غړی دی،  د یو میلیارد ډالرو په بدل کې له بنده خوشي شوی دی.
شهزاده پخوا د سعودي ملي ګارډ مشر و، چې څه موده وړاندې د نوموړي هېواد د راتلونکي ولسمشرۍ نوماند هم و.
د سعودي چارواکو ویلي، چې نوموړي په دې اقرار کړی دی او دا یې منلي دي، چې په حکومت کې په فساد کې ښکیل و. چارواکو دا هم په ډاګه کړې ده، چې دریو نورو نیول شوي کسانو هم اقرار کړی دی او د دولت سره یوې سمې پایلې ته رسیدلي دي، چې په دې لڼډ وخت کې به له بنده ازاد شي.
څه موده وړاندې د نوموړي هېواد ولسمشر محمد بن سلمان ال سعود ویلي و،  چې ډیری نیول شوي مشران د خپلې بودیجې برخې دولت ته د ورکولو  او تبادلې پر اساس به له بنده ازاد شي، چې په پایله کې به د نوموړي هېواد بودیجه او خزانه  لږ تر لږه ۱۰۰ ملیارده ډالر ترلاسه کړي. 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top