د یمن په عدن کې موټربم څلور تنه وژلي او یو شمېر نور یې ټپيان کړي دي

د یمن په عدن کې موټربم څلور تنه وژلي او یو شمېر نور یې ټپيان کړي دي



د یمن په عدن کې چې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف په لاس کې دی د یوه موټر بم برید له امله ۴ تنه وژل شوي دي او یو شمېر نو ټپيان دي.
له چاودیدونکو توکو ډک موټر چې ځانمرګی برید کوونکی پکې و د عربي ایتلاف په ملاتړ دولت د مالیې وزارت مخې ته چادونه کړې ده.
ویل کیږي چې چاودنه ډېره زوروره وه او یادې ودانۍ ته یې سخت زیان اړولی دی، همدارنګه یې د شاوخوا ودانیو شیشې هم ټولې ماتې کړي دي.
عیني شاهدان وایي چې کیدای شي د برید قربانیانو شمېر نور هم زیات شي او ویل کیږي چې پورته ارقام یې لومړنۍ شمېره په ګوته کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top