شمالي کوریا ویلي؛ نوی ازمایل شوی توغندی به یې د امریکا خاوره وولي

شمالي کوریا ویلي؛ نوی ازمایل شوی توغندی به یې د امریکا خاوره وولي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۷مه) شمالي کوریا نن ادعا وکړه، چې دوی یو نوی بالیسټیک داسې توغندی ازمایلی دی چې د امریکا خاوره ویشتلی شي.
ویل شوي، دا ازموینه د شمالي کوریا له‌خوا د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیکونو څخه تازه سرغړونه بلل کېږي.
د شمالي کوریا یو دولتي ټلوېزیون په حواله، دا توغندی چې د جاپان په سمندر کې ازمایل شوی، تر هغه زیات قوي دی، چې د روان کال په ترڅ کې تجربه شوی دی.
بل خوا د امریکا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې دوی دا توغندی څارلی دی؛ له زر کېلو متره واټن وهلو وروسته د جاپان په سمندر کې لګېدلی دی.
ملګرو ملتونو، ناټو او اروپايي ټولنې د شمالي کوریا د توغندي نوې ازموینه غندلې ده.
دغه هېواد دا لیرې واټن ویشتونکی میزائیل د هواسونګ ۱۵ په نوم یاد کړی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top