شمالي کوریا یو ځل بیا لیرې واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی

شمالي کوریا یو ځل بیا لیرې واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی



د شمالي کوریا دولتي تلویزیون خبر ورکړی دی چې د شمالي کوریا له خوا د اټومي پروګرام بشپړتیا په پړاو کې یو بل له لویو وچو څخه تیریدونکی توغندی ازمویل شوی دی.
ویل کیږي چې نوموړی توغندی د شپې ازمویل شوی دی چې د یاد ازمېیښت پر مهال د شمالي کوریا مشر هم موجود و او نوموړي ویلي دي چې د هواسانګ ۱۵ راکټ په بریالیتوب سره وازمایل شو او شمالي کوریا د په یوه تاریخي بریا کې د اټومي وسلو د تکمیل پړاو ته ننوته.
له بلې خوا د جاپان او جنوبي کوریا ځواکونو د یاد توغندي ازموینه ثبت کړې ده او خبر یې ورکړی دی چې نوموړی توغندی د ۴۵۰۰ مترو په ارتفاع د ۶۹۰ کیلو متره واټن له وهلو وروسته د جاپان له ساحل سره نیږدې لګیدلی دی.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top