ننګرهار کې د طالبانو او داعش ترهګرو تر مینځ نښته کې له دواړو لورو ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې د طالبانو او داعش ترهګرو تر مینځ نښته کې له دواړو لورو ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې



د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د یاد ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د طالبانو تحریک او داعش ترهګرو تر مینځ په نښته کې دوه تنه داعشیان وژل شوي او یوتن یې ټپي شوی دی چې له بل لوري هم درې تنه طالبان ټپيان شوي دي.
په دې وروستیو کې داعش ډله غواړي د ننګرهار په خوګیاڼیو کې خپل نفوذ پراخ کړي چې پر وړاندې یې طالبانو جګړه پیل کړې ده.
د دواړو لورو څخه د دوو اونیو په جریان کې لسګونه تنه وژل شوي دي.
دولت په دې جګړو کې د نندارچي رول خپل کړی دی او په خوګیاڼیو کې د جګړو له امله د خلکو کورونه ورانیږي.
له بلې خوا داسې خبرونه هم خپاره شوي دي چې داعش ډله غواړي خپل نفوذ له ننګرهار څخه د لوګر ازرې ولسوالۍ ته هم وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پرون پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې په افغانستان کې داعش جعلي دی او د پاکستان له خوا د خپلو موخو لپاره جوړ شوی دی. نوموړي ادعا کړې ده چې په ننګرهار کې د وروستیو ناامنیو څخه په استفاده د پاکستان لشکر طیبه او جیش محمد خپل جذب ګړندی کړی دی او غواړي افغانان د خپلو جنګیالیو په لیکو کې وګماري.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top