جنرال نیکولسن وایي د طالبانو مشران لا هم په پاکستان کې اوسیږي

جنرال نیکولسن وایي د طالبانو مشران لا هم په پاکستان کې اوسیږي



په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن وایي چې طالب مشران لا هم په پاکستان کې اوسیږي.
نوموړې یادې خبرې په هغه ویډیویي کنفرانس کې وکړې چې له کابل څخه واشنګټن ته له خبریالانو سره نیول شوی و.
نیکولسن ویلي دي چې پاکستان لا هم په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد لازم ګامونه نه دي اوچت کړي.
نوموړي زیاته کړې ده چې وسله وال طالبان اوس هم د پاکستان له خاورې راځي او د افغانستان په خاوره کې وسله وال بریدونه تر سره کوي.
جنرال نیکولسن څرګنده کړې ده چې د ټیټې سطحې طالبان له مدرسو په دې پلمه راځي چې له بهرنیانو سره جګړه وکړي خو دوی له خپلو افغانانو سره جنګیږي چې په پایله کې یې وژل کیږي.
جنرال نیکولسن په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي چې د طالبانو جنګي قوماندانان په افغانستان کې دي خو اصلي مرکزي او سیاسي رهبران یې په پاکستان کې اوسیږي او پاکستان يې په اړه هیڅ کوم اقدام نه کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې امریکایي چارواکي د پاکستان پر وړاندې ورته څرګندونې کوي، خو په مقابل کې يې پاکستان تل داسې ادعاوې رد کړي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top