جلال اباد: دوه اويا ليتره الکولي مشروبات او یو اندازه هیروين ونيول شول

جلال اباد: دوه اويا ليتره الکولي مشروبات او یو اندازه هیروين ونيول شول



ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې پوليسو په کرولا ډوله موټر کې دوو تنو سره ۷۲ ليتره الکولي مشروبات او يو اندازه هيروين ونيول.

د معلوماتو له مخې دغه الکولي مشروبات او هيروين په ياد موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي و.
د دغه الکولي مشروباتو او هيروينو په تور دوه تنه نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.

دغه راز په ورته وخت کې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې يو تن د نشه يي توکو پرچون پلورونکی، يو تن د غلا او بل د تومانچو د ۳۶ فیره مرمیو او پلاستيکي ولچکونو سره نيول شوي او ترې پوښتنې روانې دي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top