طالب چارواکی عبدالرحمن نيازی: پر طالبانو غږ کوم چې د محقق په څېر خلک دې هدف وګرځوي

طالب چارواکی عبدالرحمن نيازی: پر طالبانو غږ کوم چې د محقق په څېر خلک دې هدف وګرځوي



د عبدالرحمن نيازي په نوم يو طالب چارواکي د حکومت د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق د هغو څرګندونو غندنه کړي، چې په وينا يې، "د نړۍ په هر ګوټ کې چې هر څوګ د داعش سره جګړه کوي زه يې مننه کوم، د افغانستان په شمول د پاکستان، عراق او ايران له وګړو مننه کوم چې په سوريه کې د داعش پر وړاندې جګړه ګوي."
 
د طالبانو په استازيتوب عبدالرحمن نيازي، له ديني علماو، مدني فعالونو او ځوانانو غوښتنه کړي، چې ورته څرګندونې به هېواد له سختو او زيان لرونکو پړاونو سره مخ کړي، نو بايد پر وړاندې يې يو غږ شي او کلک غبرګون وښيي.

ښاغلي نيازي د خپل سنګر له ملګرو هم غوښتنه کړي چې محقق ته ورته خلک دې موخه وګرځوي او له منځه دې يې يوسي.
محمد محقق يادې څرګندونې پنځه ورځې وړاندې د ايران په مرکز کې تهران وکړې، نوموړي د ايران له لښکرې فاطميون له ډلې څخه له دې امله مننه وکړه، چې د داعش پر وړاندې جګړه کوي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top