مولوي عبدالرحمن نيازى؛ د محقق د بيان سخته غندنه کوي

مولوي عبدالرحمن نيازى؛ د محقق د بيان سخته غندنه کوي



(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۷مه) روهي ته په رالیږل شوي پیغام کې د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي مولوي عبدالرحمن نیازي د محمد محقق د وروستي ورکړل شوي بيان سخته غندنه کړې.
مولوی نیازي لیکلي، چې "داسى مردود بيانونه افغانستان د شام اوعراق له ورته برخليک سره مخامخ کوي."
د پیغام له مخې، تل داسې پرديپالو او جاسوسو کړيو کوښښ کړی، چى زمونږ ګران هېواد د نوي اوخطرناکو بحرانونو سره مخامخ کوي.
مولوي نیازي ویلي؛ الحمدلله زمونږ غيور ولس تر اوسه چاته دا اجازه نه ده ورکړې، چى زمونږ آزادي او حريت ترسوال لاندې راولي.
هغه زیاته کړې، چې زما په ولس، علماء کرامو، مدنى فعالانو، محصلينو او ځوانانو باندې دا غږ ده چى د  داسې بيانونو او کړنو مخالفت وکړي او ويې غندي.
مولوي نیازي له مېشتو علماء کرامو هم غوښټنه کړې، چى د منبر له لارى داسې کړنى او مردود اعمال ولس ته په ګوته کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top